BBC News, پښتو - کور پاڼه

  • راشد خان شل اوریزو لوبو کې د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو ارزښتناک لوبغاړی وبلل شو

    د وېسډن په نامه د کرېکټ میاشتنۍ مجلې د افغانستان د ملي لوبډلې سپېن توپ اچوونکی راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی بللی دی.‌ راشد خان ته دا لقب د (کرېکوېز) په نامه د مالوماتو او شمېرو د ارزونې شرکت د رپوټ پر بنسټ ورکړل شوی دی.‌

  • یو لوی ستوری له کهکشان څنګه ورک شو؟

    ستورپوهان د هغه لوی ستوري ورکېدلو حیران کړي چې دوی په لرې کهکشان یا شیدو لار کې ترویتاوه. دوی وايي، ښايي دا لرې پروت ستوری له چاودنې پرته له منځه تللی او په تور غار بدل شوی وي.

  • د افغانستان،‌ امریکا او روسیې ترمنځ څه روان دي؟

    په وروستیو څو ورځو کې رامخې ته شوي ‌هغه رپوټونه څنګه تعبیرولی شو چې وایي؛ د روسیې پوځي استخباراتو په افغانستان کې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو پوځیانو د وژلو په بدل کې طالب وسلوالو ته پیسې ورکولې؟

  • "د بلوچستان ازادۍ پوځ" ډله څوک ده او کله جوړه شوه؟

    د بلوچستان لېبرېشن ارمي یا بلوچستان ازادۍ پوځ BLA په نوم ډله اول ځل د ۱۹۷۰ لسیزې لومړیو کې هغه مهال جوړه شوه چې د پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د حکومت لومړۍ دوره کې په بلوچستان کې د پاکستان خلاف وسلوال پاڅون پیل شو.

  • کورونا وېروس او رواني روغتیا: پر افغان خبریالانو څه تېرېږي؟

    'کوېډ ۱۹' نړیوالې وبا له خپرېدو سره سم د کره رپوټو او مالوماتو ترڅنګ ډېرې ویرې او ناسم خبرونه هم په خپرېدو شول. اندېښنې او بې باورۍ دومره ډېرې شوې چې ځېنو په کورونو کې خوراکي توکي زیرمه کړل، ان بډایه هېوادونو کې لویې مغازې تشې شوې. ښوونځي، پوهنتونونه او ډېرې ادارې وتړل شوې. خو ډاکټر، سرتېرى، پولیس او خبریالانو خپلو دندو ته دوام ورکړ.

  • د پاکستان په تاریخ کې لومړنۍ ډګرجنراله

    "که تاسو د کوم اسلامي یا مخ پر وده هېواد نوم واخلئ، هغو کې به یواځنی پاکستان وي چې دوه ښځې پکې جنرالۍ ته رسېدلې دي". دا د ډاکټر نګار د څو کلونو پخوانۍ مرکې خبرې دي، چې نوموړې پکې متقاعدې تورنجنرالې شاهده ملک او متقاعدې تورنجنرالې ډاکټر شاهده باشاه یادولې.

  • د جنسیت بدلولو عریضه؛ پېښور محکمې د نجلۍ په اړه طبي مالومات وغوښتل

    پېښور عالي محکمې روغتیا پالانو ته ویلي، دغې محکمې ته د یوې وړاندې شوې عریضې په هکله دې طبي معلومات ورکړي چې یوه ځايي اوسېدونکې نجلۍ پکې وايي، پر جنډر ډیسفوریا نومې ناروغي اخته ده او د جنسیت بدلولو اجازه دې ورکړل شي.

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

امریکا ته د طالبانو ځواب: "د دوحې تړون ته ژمن پاتې شئ، ناسم تبلیغات مه کوئ"

افغان طالبانو پر امریکا غږ کړی چې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د ناسمو مالوماتو پر بنسټ دې پروپاګند نه کوي. طالبانو دا غبرګون وروسته له هغه ښودلی چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي وو، طالبان د هند په نیمه وچه کې له القاعده ډلې سره مرسته او همکاري کوي.

انګرېزانو د پښتنو حجرو کې د جاسوسۍ لپاره راډیو لګولې وه؟

د پښتونخوا مرکز پېښور کې لومړنی راډیو ټرانسمېټر له دویمې نړیوالې جګړې مخکې د راډیو پنځګر یا مخترع مارکوني لګولی و او ور سره یې ۳۰ راډیووې هم ډالۍ کړې وې.خو دا راډیو مرکز او راډیوګانو خلکو ته خبرونه او مالومات او وختېری برابراوه، که یې تر شا د جاسوسۍ په څېر نورې موخې هم وې؟

کورونا وېروس: په امریکا کې د نویو ناروغانو شمېر په چټکۍ ډېر شوی

په امریکا متحدو ایالتونو کې د کورونا وېروس نویو ناروغانو شمېر خورا په چټکۍ ډېرېږي. د چهارشنبې پر ورځ ۵۲ زره نوي ناروغان ثبت شوي دي.

لیورپول لوبډله له ۳۰ کاله ځنډ وروسته اتله شوه

د برتانیا فوټبال لوبډله لېورپول ۳۰ کاله وروسته غوره لیګ کې اتله کېږي چې دې بریا سره یې مینوالو انفیلډ لوبغاړي ته تلونکو لارو او د ښار مرکز کې د خوشالۍ جشن جوړ کړ.

کورونا وېروس: امریکا کې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېر نوي ناروغان ثبت شوي

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په امریکا متحدو ایالتونو کې په یوه ورځ کې د کورونا وېروس نویو ناروغانو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی، چې ۴۰ زره کسان دي. په متحدو ایالتونو کې روغتیايي چارواکي د اټکله له مخې وايي، ښايي د ناروغانو شمېر د رسمي هغو پرتله لس برابره ډېر وي.

اروپا ته د پاکستان دولتي هوايي شرکت پر الوتنو د شپږو میاشتو لپاره بندیز ولګېد

په اروپا کې د هوايي چلن خوندیتوب ادارې (ایاسا) اروپايي هېوادونو ته د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي ای اي) د الوتنو جواز د شپږو میاشتو لپاره ځنډولی دی. د ایاسا مسوولین وايي، د جواز ځنډولو دغه امر به د جولای له لومړۍ نېټې پلي کېږي.

د امازون یوه کوچنۍ کاشوغه خاوره له ژوندیو موجوداتو ډکه ده

څېړونکي وايي، د امازون یوه کوچنۍ کاشوغه خاوره د فطري بڼو ۱۸۰۰ مېکروسکوپي ډولونه لري چې ۴۰۰ پورې مرخیړي‌وزمه شکلونه جوړولی شي.

نور جهان؛ چې په ۱۸ کلنۍ کې د ترنم ملکه شوه

د هند او پاکستان د فلمي صنعت ډېر کسان د دوی د مینوالو له خوا په نورو نومونو یادېږي. لکه نسیم بانو ته پري چهره، روشن بېګم ته د موسیقي ملکه، علاوالدین ته د عوامي اداکار، راګني ته اهو چشم نوم ور کړل شوی دی.

ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

دا پاڼه افغان سولې ته ځانګړې شوې ده. د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې له طالبانو سره د سولې په اړه شننې، ګڼ ځانګړې مطالب او خبرونه موندلی شئ.

  • د تصویرونو البوم: نړۍ تېره اونۍ

    د نړۍ په لر او بر کې روانه اونۍ د مهمو پېښو انځورویز رپوټ.

  • هغه پړانګان چې انځورونو یې جایزه وګټله

    د ځنګلي ژوند یاد وساته په نوم د ژواک چاپېرال ادارې د پړانګ د انځورونو سیالۍ لس غوره انځورونه اعلان کړل.

  • د عکسونو البوم: اونۍ په تصویرونو کې

    د عکسونو البوم: اونۍ په تصویرونو کې

  • د امریکا میناپولیس کې لاریوني اخ و ډب

    د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د پولیسو او لاریونیانو تر منځ نښتې درېیمې شپې ته هم وغځېدې. دا ناکرارۍ وروسته تر هغې پیل شوې کله چې د دوشنبې په ورځ په دې ښار کې د پولیسو په توقیف ځای کې یو بې وسلې تور پوستی ووژل شو. د ۴۶ کلن جورج فلایډ د مړینې په وېډیو کې ښکاري او یو سپین پوستی پولیس دده پر ستوني پښه اېښې او دی وايي چې "زه سا نه شم اخیستلای" او "ما مه وژنئ".

افغانستان کې بانکوالي او مالي سیستم

په دې ځانګړې پاڼه کې د افغانستان بانکي سیستم، حوالې او صرافي ته کتنه شوې ده.

راديويي څپې

غږ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, 29,30

خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

د راډیولپاره ښه غږ څه ډول وي؟

ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ دخلکو خوښیږي او د ځینو نورو ېې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږڅنګه کیداې شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډمي یوه مسوله مدیره کیتی لوګن پدې هکله هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو ېې زیات شمیرخلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږیږي.